اوچا: د افغانستان کلیوالي سیمې له ګڼو ستونزو سره مخ دي

0
11
Afghan children harvest potatoes in a field at Bati Kot district in Nangarhar Province on January 12, 2023. (Photo by Shafiullah KAKAR / AFP)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مشره ایمي مارټین وايي، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د خلکو اړتیاوې او ستونزې ډېرې دي او دغه اداره هڅه کوي د دغو ستونزو د حل لپاره اغېزمنې پروژې پلې کړي.

نوموړې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا له وزیر عبداللطیف منصور سره په کتنه کې ویلي، چې د کلیوالو سیمو د خلکو اړتیاوو ته په پام سره باید د مرستو او پروژو د پلي کولو بهیر چټک شي.

بلخوا، عبداللطیف منصور له اوچا غوښتي چې خپلې پروژې په هغو سیمو کې پلې کړي، چې خلک پکې د سړکونو، څښاک پاکو اوبو او نورو لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د مرستندویه پروژو په ټاکلو کې باید د خلکو واقعي اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د ناروې کلیسا مرستندویه بنسټ اټکل کړی، روان ژمي به په افغانستان کې شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه کسان د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ