فوزیه کوفي‌ناطق ملکزاده ته:«تاسو پنجشیریان بې‌ارزښته یاست!»

0
81

د بشري حقونو فعال ناطق ملکزاده ادعا کړې چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د مادرید غونډې تنظیموونکې فوزیې کوفي ورسره په ټیلیفوني غږیز پیغام کې سپکوونکې خبرې کړې او ورته یې ویلي دي: «تاسو پنجشیریان بې‌ارزښته یاست».

ملکزاده په یوه لیکنه کې ویلي، څه موده وړاندې یې د پخواني جمهوریت د سیاسي څېرو د حضور په اړه پر یوه غونډه نیوکه کړې وه، خو هغه مهال خبر نه و چې د غونډې تنظیموونکې فوزیه کوفي ده.

د نوموړي په وینا، کوفي وروسته د هغه د نیوکې په غبرګون کې په غږیز پیغام کې ورسره توند چلند کړی او موضوع یې د بدخشان او پنجشېر تر قومي او سیمه‌ییز بحث پورې رسولې ده.

ملکزاده ویلي، نه پوهېږي چې د ده نیوکه ولې د کوفي له بدخشاني هویت او د ده له پنجشیري تړاو سره وتړل شوه.

نوموړي زیاته کړې چې د کوفي غږیز پیغام ورسره شته، خو د خبرو د بې‌احترامۍ له امله یې د خپرولو اړتیا نه ویني.

هغه د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو کوونکو لپاره د نیوکې زغم مهم بللی او پوښتنه یې کړې چې هغه څوک چې د مشرتابه دعوه کوي، ولې د انتقاد زغم نه لري؟

د ملکزاده دغه څرګندونې د مادرید غونډې د تنظیموونکو او ګډونوالو پر سیاسي چلند او د هغوی د مشرتابه پر ادعاوو د روانو نیوکو په دوام خپرې شوې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ