خلیل‌زاد د بغداد او اربیل ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

0
9

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د عراق د مرکزي حکومت او د کردستان سیمه‌ییزې ادارې ترمنځ د روانو اختلافونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

خلیل‌زاد پر دواړو لورو غږ کړی، چې د تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ د مخنیوي لپاره له داسې اقداماتو ډډه وکړي، چې کړکېچ نور هم پراخوي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د سرحدي دروازو او د تېلو د یوې زیرمې د کنټرول پر سر اختلافونه نه یوازې د عراق، بلکې د سیمې او امریکا ګټې هم له ګواښ سره مخ کولای شي.

هغه ټینګار کړی، چې بغداد او اربیل باید خپلې لانجې د عراق د اساسي قانون په چوکاټ کې حل کړي او زیاته کړې یې ده، چې امریکا کولای شي د دواړو لورو ترمنځ د ګډو مسؤلیتونو د عملي کولو لپاره د یوه ګډې لارې نقشې په جوړولو کې مرسته وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ