افغان‌الاصله استرالیایي سناتورې فاطمه پیمان له خپلې ماشومې لور سره د پارلمان په غونډه کې وینا کړې

0
49

د استرالیا افغان‌الاصله سناتورې فاطمه پیمان د دغه هېواد د سنا په غونډه کې د خپلې ماشومې لور په غېږ کې نیولو سره وینا کړې، چې انځورونو یې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

د راپورونو له مخې، نوموړې د نومبر پر ۲۴مه خپله کوچنۍ لور د استرالیا د سنا غونډې ته بیولې وه او د یوه قانون د ارزونې پر مهال یې، په داسې حال کې چې ماشومه یې په غېږ کې وه، د وینا له ځایه خپل نظر څرګند کړ.

د هغې دغه اقدام د ټولنیزو رسنیو د ګڼو کاروونکو له مثبتو غبرګونونو سره مخ شوی دی. یو شمېر کاروونکو دا صحنه د مورولۍ او سیاسي فعالیت د یوځای کولو بېلګه بللې او ویلي یې دي، چې د کارکوونکو میندو لپاره باید دا ډول فرصتونه عادي شي.

د استرالیا د سنا د اصولو له مخې، سناتوران کولای شي د غونډې د مشر په اجازه خپل نوي زېږېدلي ماشومان د لنډ وخت لپاره د غونډې تالار ته راولي، په دې شرط چې د پارلمان په چارو کې خنډ رامنځته نه کړي.

فاطمه پیمان په ۲۰۲۲ کال کې د استرالیا سنا ته د لومړۍ افغان‌الاصله ښځې او لومړۍ مسلمانې محجوبې ښځې په توګه لار موندلې وه. نوموړې تر دې وړاندې د کارګر ګوند غړې وه، خو وروسته ترې جلا او اوس د خپلواکې سناتورې په توګه فعالیت کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ