د خیبر پښتونخوا ایالت کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند پلویانو د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د دغه ګوند پر وړاندې د حکومتي اقداماتو په غبرګون کې پراخ لاریونونه کړي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه اعتراضونه د ګوند د مشر مولانا فضلالرحمان په غوښتنه ترسره شوي دي.
نوموړی د هغو نهو سیاسي مشرانو په ډله کې دی، چې د ۳۰ ورځو لپاره سرګودې ولسوالۍ ته له ننوتلو منع شوي دي.
د راپور له مخې، اعتراض کوونکو په پېښور کې د ایمون موټروې د ټال پلازه او د ولي انټرچېنج سیمه تړلې ده.
همدارنګه، په چارسده کې لاریونونه شوي او په مانسهره کې پولیسو د جمعیت علمای اسلام د پرلت د ماتولو پر مهال شاوخوا ۲۴ کسان نیولي دي.
بلخوا، د خیبر پښتونخوا او پنجاب ترمنځ د بکر ـ دریاخان پل او د چشمه بند په ګډون ځینې مهمې لارې هم د امنیتي تدابیرو له امله تړل شوې یا تر څارنې لاندې نیول شوې دي.
په ورته وخت کې، د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان له مولانا فضلالرحمان سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغه ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې سیاسي اختلافات باید د مخالفانو د ځپلو او د هغوی د اساسي حقونو د محدودولو لپاره پلمه نه شي.


