ایران کې د الکولو څښلو له امله ۳۵۹ کسان مسموم شوي؛ ۱۴ مړه شوي

0
33

د ایران په پنځو ښارونو کې د الکولي مشروباتو د څښلو له امله سلګونه کسان مسموم شوي او ۱۴ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو مرکز مشر، حسین کرمان‌پور ویلي، چې په دغو پېښو کې ټولټال ۳۵۹ کسان مسموم شوي دي.

د نوموړي په وینا، دغه پېښې په بندرعباس، خوی، نیشاپور، شیراز او مرودشت ښارونو کې رامنځته شوې دي.

کرمان‌پور د دغو پېښو په غبرګون کې د الکولو له څښلو ډډه کول د ورته پېښو د مخنیوي تر ټولو ډاډمنه لار بللې او ټینګار یې کړی، چې د انسان روغتیا او ژوند د هر ډول تجربې تر ترلاسه کولو ډېر ارزښت لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ