کونړ کې ځنګلي اور دوه ماشومان مړه کړي او پلار یې ټپي کړی

0
50

د کونړ ولایت د نرۍ ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله دوه ماشومان مړه شوي او پلار یې ټپي شوی دی.

د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوولان وايي، اور د نرۍ ولسوالۍ د دانچګل سیمې په ځنګلونو کې لګېدلی، چې له امله یې یاده مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د نرۍ ولسوالۍ ولسوال امین‌الله شهاب وايي، اورلګېدنه له تېرو څلورو ورځو راهیسې روانه وه او شاوخوا یو کیلومتر ځنګلي سیمه یې سوځولې ده، چې پکې د جلغوزیو، بلوط او غرنیو سرو ونو ځنګلونه شامل دي.

د نوموړي په وینا، اور هغه مهال ولګېد چې یوه شپانه د ځان تودولو لپاره اور بل کړی و، خو وروسته یې لمبې ځنګل ته خپرې شوې.

شهاب زیاته کړې، چې د مسوولو ادارو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو هڅو په پایله کې اور مهار شوی او د نورو سیمو د سوځېدو مخه یې نیول شوې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ