روسیې افغانستان ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو تړونونه لاسلیک کړي

0
40

د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لړ کې، مسکو افغانستان ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د توکو د لېږد تړونونه کړي دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د سوداګرۍ خونې د همکارۍ شورا مشر، دیمیتري انتونوف ویلي، چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک هم د افغانستان حکومت او د اوراسیا اقتصادي کمېسیون ترمنځ د تخنیکي معیارونو په برخه کې د اړیکو جوړولو وړاندیز ملاتړ کړی دی.

د انتونوف په وینا، د دغو اړیکو ټینګښت به د دواړو هېوادونو سوداګرو ته دا زمینه برابره کړي، چې د توکو د لېږد پر مهال د رامنځته کېدونکو ستونزو د هواري لپاره عملي خبرې وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ