شېخ حسینه غواړي د ډسمبر په ۱۶مه بنګله‌دېش ته ستنه شي

0
56

د بنګله‌دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه غواړي د ډسمبر په ۱۶مه، د دغه هېواد د خپلواکۍ په جګړه کې د پاکستان د ماتې او د جګړې د پای ته رسېدو له کلیزې سره هم‌مهاله، خپل هېواد ته ستنه شي.

رویټرز خبري اژانس د هغې د ویاند سید معظم علي له قوله راپور ورکړی، چې حسینې د بنګله‌دېش له حکومت څخه غوښتي څو د دغه هېواد د ملي هوايي شرکت په الوتکه کې له ډیلي څخه ډاکې ته د هغې د ستنېدو زمینه برابره کړي.

دا لومړی ځل دی چې شېخ حسینه بنګله‌دېش ته د ستنېدو لپاره مشخصه نېټه اعلانوي؛ خو د دغه هېواد حکومت وايي، نوموړې یوازې د هند له لارې د استرداد د بهیر په ترسره کېدو خپل هېواد ته ستنېدای شي.

د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر رویټرز ته ویلي، چې حسینه به د ستنېدو په صورت کې ونیول شي او زندان ته به ولېږدول شي.

نوموړي د هغې د الوتکې د برابرولو غوښتنه هم رد کړې ده.

شېخ حسینه د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د محصلینو له پراخو لاریونونو وروسته له واکه لرې او هند ته وتښتېده.

نوموړې تېر کال په غیابي محاکمه کې د لاریونونو د خونړي ځپلو په تړاو پر اعدام محکومه شوه، خو هغه تورونه ردوي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د حسینې د حکومت پر ضد د لاریونونو او د هغو د ځپلو په ترڅ کې ښايي تر ۱۴۰۰ پورې کسان وژل شوي وي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ