د طالبانو حکومت د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس، عبدالله حاجي بشیر، ایران ته د خپل سفر په دوام کې د دغه هېواد د یو شمېر سوداګریزو او تخنیکي بنسټونو له مسوولانو سره لیدلي دي.
د معیار او کیفیت ادارې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د توکو معیاري کولو او د کیفیت د ارزونې د پایلو پر متقابل منلو خبرې شوې دي.
طالب پلاوي د ایران د نفتي، ګازي او پتروشیمي محصولاتو د صادرونکو ټولنې له مسوولانو سره هم کتلي او افغانستان ته یې د نفتي موادو د صادراتو پر وړاندې د شته ستونزو او د هغو د حل پر لارو چارو بحث کړی دی.
د یادې ادارې په وینا، د دغو لیدنو موخه د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو لرې کول او د افغانستان او ایران ترمنځ د معیاري سوداګرۍ پراخول دي.


