د پاکستان پولیسو د مولانا فضل‌الرحمن د نیول کېدو ادعا رد کړې

0
23

د پاکستان د لاهور پولیسو د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمن د نیول کېدو ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې نوموړی له خپل کاروان سره بېرته خپل استوګنځي ته ستون شوی دی.

د لاهور د پولیسو د عملیاتو مرستیال مشر فیصل کامران ویلي، چې فضل‌الرحمن نه دی نیول شوی او د ملتان پر سړک او موټروې د تګ راتګ بهیر هم عادي روان دی.

خو د جمعیت علمای اسلام د لاهور د اطلاعاتو مرستیال حافظ زین ادعا کړې، چې د دغه ګوند مشر د لاهور د پولیسو د لوړپوړو چارواکو له خوا د توکر نیاز بېګ په سیمه کې نیول شوی دی.

دا اختلاف په داسې حال کې رامنځته شوی، چې جمعیت علمای اسلام د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د خپلو سیاسي فعالیتونو پر وړاندې د محدودیتونو او د مشر د تګ راتګ د مخنیوي اعتراض کړی دی.

د دغه ګوند له لوري تر دې وړاندې د مولانا فضل‌الرحمن د احتمالي کورني بند په اړه د لاهور عالي محکمې ته هم عریضه وړاندې شوې وه.

بلخوا، په پاکستان کې د فضل‌الرحمن او مرکزي حکومت ترمنځ سیاسي ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوې، چې نوموړي په خیبر پښتونخوا کې د والي د واکمنۍ له پلي کېدو سره مخالفت څرګند کړ.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ