د طالبانو حکومت د روسیې بازار ته د خپلو صادراتو د پراختیا غوښتنه کړې

0
5

په مسکو کې د طالبانو د حکومت سفیر، ګل‌حسن حسن، د روسیې په آستراخان ښار کې د یوه نړیوال اقتصادي او ترانسپورټي کنفرانس پر مهال له روسیې او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

نوموړي د آستراخان په څلورم نړیوال فورم کې، چې د شمال – جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلېز د راتلونکو فرصتونو په اړه جوړ شوی و، د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او روسیې بازار ته د افغاني محصولاتو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

په روسیه کې د طالبانو حکومت د سفارت د خبرپاڼې له مخې، حسن د افغانستان، روسیې، ترکمنستان او ایران ترمنځ د ترانسپورټي لارو پیاوړتیا، ګډې پانګونې، سوداګرۍ او تولیدي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د بانکي او ګمرکي اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه یې کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګل حسن حسن د یاد فورم په څنډه کې د آستراخان له والي، ایګور یوریویچ بابوشکین سره هم لیدلي او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې د اسانتیا، اقتصادي اړیکو د پراختیا او روسیې بازار ته د افغانستان د محصولاتو د رسېدو په اړه یې خبرې کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ