سپاه پاسداران: هرمز تنګي کې د مایع طبیعي ګاز لېږدوونکې بېړۍ پر سمندري ماین لګېدلې

0
41

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو په وینا، د مایع طبیعي ګاز (LNG) لېږدوونکې یوه ټانکر بېړۍ د جمعې په ورځ د هرمز تنګي په اوبو کې له سمندري ماین سره لګېدلې او چاودنه پکې شوې ده.

د راپور له مخې، ایراني چارواکو ویلي، چې یادې بېړۍ په یوه غیرمجاز او خطرناکه لار کې تګ راتګ کاوه؛ خو د بېړۍ د هویت او احتمالي زیانونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایراني رسنیو د پنجشنبې په ورځ هم راپور ورکړی و، چې د هرمز تنګي په اوبو کې څلور د تېلو ټانکر بېړۍ د چاودنو له امله زیانمنې شوې دي.

د دغو رسنیو په وینا، یادو بېړیو د خبرداریو له پامه غورځولو وروسته د دغه ستراتیژیک سمندري مسیر هغو سیمو ته ننوتلې وې، چې ایران یې محدوده سیمه بولي.

د راپورونو له مخې، د امریکا او اسرائیل له لوري پر ایران د جګړې د کمېدو د تمو او د بېړیو د تګ راتګ د بېرته زیاتېدو سربېره، لا هم په هرمز تنګي کې پر بېړیو بریدونه دوام لري.

د واشنګټن د نږدې ختیځ د پالیسۍ انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، د نومبر په لومړیو لسو ورځو کې لږ تر لږه لس بېړۍ په بریدونو کې په نښه شوې دي؛ په داسې حال کې چې د اکتوبر په میاشت کې پر بېړیو ۳۷ بریدونه شوي وو، چې د جګړې له پیل راهیسې د یوې میاشتې تر ټولو لوړه شمېره بلل شوې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ