بامیان کې سبا د ۵۰۰ ناروغانو د سترګو وړیا عملیات پیلېږي

0
12

د بامیان ولایت په ولایتي روغتون کې د سترګو د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره د وړیا روغتیايي خدمتونو پروګرام پیلېږي، چې په ترڅ کې به یې سلګونو ناروغانو ته د سترګو عملیات او زرګونو نورو ته درمل او عینکې ورکړل شي.

د بامیان د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو په وینا، دغه پروګرام به سبا شنبه د لړم له ۲۳مې د لیندۍ تر ۷مې نېټې پورې دوام وکړي او د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیايي پاملرنې امریت په همکارۍ به د یوه ګرځنده روغتیايي ټیم له لوري پلي شي.

د یاد پروګرام له مخې، ۵۰۰ ناروغانو ته به د سترګو وړیا عملیات، زرو کسانو ته د نږدې لید عینکې او له څلورو تر پنځو زرو نورو ناروغانو ته به وړیا درملنه او درمل برابر شي.

د مسوولینو په خبره، په دې موده کې به د سترګو تخصصي معاینات، د ناروغیو تشخیص، ارزونه او درملنه هم په وړیا توګه ترسره شي.

هغه ناروغان چې د ډاکټرانو له ارزونې وروسته نورو تخصصي معایناتو او ځانګړې درملنې ته اړتیا ولري، اړوندو روغتیايي مرکزونو ته به ور وپېژندل شي.

د بامیان د عامې روغتیا ریاست له خلکو، په ځانګړې توګه له سپین‌ږیرو او هغو کسانو غوښتي چې د لید ستونزې لري، په ټاکلې موده کې ولایتي روغتون ته ورشي او له دغو وړیا خدمتونو ګټه واخلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ