ترکیې او قطر د خپلو دفاعي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د متقابلې دفاع نوی تړون لاسلیک کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او امنیتي همکاریو د پراختیا نوی پړاو بلل کېږي.
د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی، چې دغه تړون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په استانبول کې د رسمي لیدنې پر مهال لاسلیک کړی دی.
د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې، اردوغان ویلي چې انقره او دوحه به د خلیج په سیمه کې د نوې جګړې د مخنیوي، تلپاتې سولې او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د هواري لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې اړیکو او ورورګلوۍ د لا پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.
د تړون د محتوا او پوځي ژمنو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو دواړو هېوادونو د دفاعي صنعت، انرژۍ او نورو اقتصادي برخو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.


