د روسیې په سوېلي ولګوګراد ښار کې د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو په برید کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د ولګوګراد سیمهییز والي اندري بوچاروف د جمعې په ورځ ویلي، چې دغه برید د ښار پر یوه صنعتي سیمه شوی دی.
ولګوګراد چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د ستالینګراد په نوم پېژندل کېده، د روسیې د لوکویل شرکت د تېلو د یوې سترې تصفیهخانې او ګڼو نورو صنعتي تاسیساتو کوربه دی.
د راپور له مخې، په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ناتایید شوې ویډیوګانې د تېلو په تصفیهخانه کې د لوی اور ښکارندويي کوي؛ خو تر اوسه په رسمي توګه نه ده تایید شوې چې دغه تاسیسات هم په برید کې په نښه شوي دي.
اوکراین د اکتوبر میاشتې له وروستیو راهیسې د روسیې پر تېلو تصفیهخانو بریدونه زیات کړي دي.
دغه بریدونه وروسته له هغې ډېر شول چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوښت اعلان شوې د انرژۍ اوربند عملي نه شو.
د دوو صنعتي سرچینو په وینا، پر دغو تاسیساتو بریدونو په لنډمهاله توګه د روسیې د تېلو د تصفیې وړتیا شاوخوا ۳۰ سلنه راکمه کړې ده.
د لوکویل شرکت د معلوماتو له مخې، د ولګوګراد تصفیهخانه په کال کې د شاوخوا ۱۴ میلیونه ټنه خامو تېلو د پروسس ظرفیت لري، چې په روسیه کې د تېلو د تصفیې د ټول ظرفیت نږدې پنځه سلنه جوړوي.


