کابل ته د روسیې د مرستیال لومړي وزیر بریالی سفر

0
190

لیکوال: اندریو کورېبکو

د خپلواکۍ او ملي عزت لرونکو هېوادونو مشران چې د خپلو هېوادونو ملي ګټې د خپلو پرېکړو بنسټ ګرځوي، د درېیمګړو هېوادونو پارونې او لاسوهنې نه شي کولای د دوی د پلانونو مخه ونیسي. د روسیې او افغانستان ترمنځ د یوې نوې ستراتیژیکې ملګرتیا رامنځته کېدل به د ټولې اوراسیا سیمې په ګټه وي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال، الکسي اوورچوک، افغانستان ته خپل سفر د ۱۵ هوکړه‌لیکونو په لاسلیکولو پای ته ورساوه. د دغو هوکړه‌لیکونو ټول ارزښت ۱۰۳ میلیونه ډالره دی.

د دغو هوکړه‌لیکونو ډېره برخه به له روسیې څخه د درملو، غنمو، اوړو او خوراکي غوړیو پر واردولو، او روسیې ته د افغانستان د تازه مېوو، په ځانګړي ډول انارو، پر صادرولو راڅرخي.

له اوورچوک سره د روسیې د سوداګرۍ د ټولنې تر ۷۰ ډېر استازي هم افغانستان ته راغلي وو. دا کار ښيي چې روسیه له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا څومره جدي نیسي او غواړي دغه اړیکې په یوې ستراتیژیکې ملګرتیا بدلې کړي.

اوورچوک ویلي دي:

«طبیعي ده چې د روسیې سرې او په افغانستان کې د سرې د تولیدي فابریکو جوړول د پام وړ لېوالتیا لري. په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې داسې شرکتونه هم شته چې له پخوا راهیسې یې روسي ماشینونه او محصولات کارولي دي. اوس د دغې همکارۍ بېرته پیلولو ته جدي اړتیا لیدل کېږي. همدارنګه، د روسیې د موټرو په برخه کې هم ډېره لېوالتیا شته.»

نوموړي زیاته کړې چې روسي شرکتونه د افغانستان د کانونو، فابریکو، صنعتي پارکونو، ځانګړو اقتصادي سیمو او وچو بندرونو په برخو کې پانګونې ته هم رابلل شوي دي.

د دغو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو او دواړو هېوادونو ته د ګټې رسولو لپاره، اوورچوک وړاندیز کړی چې افغانستان دې له د یوراسیا اقتصادي ټولنې (EAEU) د اقتصادي کمېسیون سره همکاري پیل کړي. دغه ټولنه د روسیې په مشرۍ فعالیت کوي.

دا همکاري کولای شي د دواړو لورو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د هوکړې لپاره زمینه برابره کړي.

خو د دې کار د عملي کېدو لپاره به اړ وي چې د دغې ټولنې نور غړي هېوادونه هم د روسیې په څېر د طالبانو حکومت په رسمي توګه په رسمیت وپېژني. له همدې امله د اوورچوک د دې وړاندیز ارزښت ډېر زیات دی.

اوورچوک د طالبانو د حکومت په اړه مثبتې څرګندونې هم کړې دي. نوموړي ویلي:

«موږ د افغانستان او ټولې سیمې له ثبات او دوامدار پرمختګ سره لېوالتیا لرو. وینو چې د افغانستان حکومت هم همدې موخې ته د رسېدو هڅه کوي. موږ ګورو چې د طالبانو مشرتابه په هېواد کې د وضعیت د باثباته کولو لپاره ګامونه پورته کوي.»

هغه زیاته کړې:

«زموږ اساسي موخه دا ده چې د افغانستان په خاوره کې سوله ټینګه شي، اقتصاد وده وکړي، خلکو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان وکولای شي له روسیې سره په سوله او دوستۍ کې ژوند وکړي.»

دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر، سرګي لاوروف، له هغو خبرو سره ورته والی لري چې نوموړي تېره میاشت په مسکو کې د دوو څو اړخیزو غونډو پر مهال کړې وې.

روسیه اوس منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د یوې لویې ګډې سیمې په توګه ارزوي چې افغانستان یې په منځ کې مهم ستراتیژیک موقعیت لري.

افغانستان د دغو دوو سیمو د نښلولو په برخه کې ځانګړی جغرافیایي او ستراتیژیک اهمیت لري.

په دې سیمه کې سوله او سوکالي د اوراسیا د ثبات لپاره خورا اړین دي. روسیه کولای شي له یوې خوا له طالبانو سره د امنیتي همکاریو او د داعش خراسان څانګې پر وړاندې د هغوی د تجهیز او ملاتړ له لارې، او له بلې خوا د یوراسیا اقتصادي ټولنې سره د نږدې اقتصادي همکاریو له لارې، د دې سیمې د سولې او پرمختګ په ټینګښت کې مرسته وکړي.

دا په افغانستان کې د روسیې اصلي تګلاره ده. یعنې مسکو غواړي له طالبانو سره د امنیتي او اقتصادي همکاریو له لارې د افغانستان د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې مرسته وکړي.

د روسیې په نظر، دغه همکارۍ به په پای کې د مسکو او کابل ترمنځ د یوې نوې او پیاوړې ستراتیژیکې ملګرتیا د رامنځته کېدو لامل شي.

خو له بده مرغه، د افغانستان او پاکستان روانې جګړې د پاکستان ځینې وګړي دې اندېښنې ته هڅولي چې له روسیې سره د افغانستان نږدې امنیتي اړیکې ښايي د پاکستان پر ضد وي.

دا اندېښنه سمه نه ده. خو د دغو نظرونو له امله رامنځته شوې شخړه ښايي په اسانۍ حل نه شي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو سیوری وغوړوي.

له پاکستان سره د روسیې د راتلونکو اړیکو له څرنګوالي پرته، تمه ده چې له افغانستان سره به یې اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

د اوورچوک بریالی سفر هم د دې خبرې څرګند ثبوت دی. د یادونې وړ ده چې دغه سفر د روسیې د بهرني استخباراتي سازمان د مشر له تاریخي سفر څخه نږدې یوه میاشت وروسته ترسره شو.

په پایله کې، د روسیې او افغانستان مشرتابه د خپلواک او ملي ګټو ته د ژمنو هېوادونو په توګه هڅه کوي چې خپلې اړیکې د یوې نوې ستراتیژیکې ملګرتیا تر کچې ورسوي.

د درېیمګړو هېوادونو پارونې او لاسوهنې به د دوی د دې پلانونو مخه ونه شي نیولای. ځکه چې د روسیې او افغانستان ترمنځ دا ډول ملګرتیا به نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې اوراسیا سیمې په ګټه وي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ