پنجاب کې د ماشومانو پر سر شخړه کې درې تنه وژل شوي

0
10

د پاکستان د پنجاب ایالت په فتح‌جنګ سیمه کې د ماشومانو ترمنځ یوه کوچنۍ شخړه د لویانو ترمنځ په وسله‌واله نښته بدله شوې چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې د ماشومانو ترمنځ د شخړې له امله د دواړو لورو مشران سره مخامخ شول.

ویل کېږي، د دواړو لورو ترمنځ لومړی لفظي شخړه وشوه، خو وروسته نښته وسله‌واله شوه او دواړو خواوو پر یو بل ډزې وکړې.

د پنجاب پولیسو ویلي، په ډزو کې درې کسان وژل شوي، خو بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي دي.

پولیسو زیاته کړې، د پېښې د عاملانو د نیولو لپاره یې په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ