پېښور کې پر شخصي جرګو بندیز ولګېد

0
54

د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې پولیسو د شخصي جرګو پر جوړولو بندیز لګولی او د ودونو د تالارونو او هوټلونو مسوولینو ته یې خبرداری ورکړی چې خپلو ځایونو کې د دغو جرګو جوړېدو ته اجازه ورنه‌کړي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، پولیسو دغه پرېکړه د شخصي جرګو په تړاو د خلکو له شکایتونو او د ورته غونډو پر مهال د رامنځته شویو څو پېښو وروسته کړې ده.

د پېښور د ښار د پولیسو مشر، ډاکټر میاں سعید احمد ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې شخصي جرګې د وسلو فرهنګ ته لمن وهي او په ډېری مواردو کې د ښکېلو لورو ترمنځ په شخړو او نښتو پای ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغو جرګو ګډونوال له دواړو ښکېلو لورو څخه د ضمانت په نوم د پام وړ پیسې اخلي او پر دې سربېره په هوټلونو او رستورانتونو کې د درنو ډوډیو لګښتونه هم پرې تحمیلوي.

د نوموړي په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت د شخړو د هواري لپاره د لانجو د حل کمېټې (DRCs) جوړې کړې دي، چې د پولیسو تر څارنې لاندې په وړیا توګه د خلکو ستونزې حلوي؛ له همدې امله د شخصي جرګو جوړولو ته اړتیا نشته.

د پېښور د پولیسو مشر ویلي، په ځینو مواردو کې پولیسو د شخصي جرګو له مسوولینو څخه پیسې بېرته ترلاسه کړې او د شخړو ښکېلو لورو ته یې سپارلې دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به نه یوازې د شخصي جرګو پر جوړوونکو قانوني اقدام کېږي، بلکې هغه هوټلونه او تالارونه به هم له قانوني چلند سره مخ شي چې د دغو غونډو لپاره خپل ځایونه برابروي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ