ایران: غني شوې یورانیم به مو هېڅکله او یوه ذره هم له هېواده بهر ونه وځي

0
52

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي وايي، تهران به د خپلو غني شویو اټومي موادو د لېږد اجازه ورنه کړي او ان یوه ذره یورانیم به هم له دغه هېواده بهر ونه وځي.

رضايي له المیادین ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، ایران روسیې ته هم څرګنده کړې چې غني شوي اټومي مواد به په خپله خاوره کې ساتي او د خپلو اړتیاوو لپاره به ترې ګټه اخلي.

د هغه په خبره، ایران دغو موادو ته د هغو بېړیو او اوبتلونو د طرحې او جوړولو لپاره اړتیا لري چې د اټومي انرژۍ په وسیله فعالیت کوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې روسیې وړاندیز کړی و، د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي اټومي هوکړې په چوکاټ کې د ایران غني شوي یورانیم خپلې خاورې ته ولېږدوي؛ خو د دغه وړاندیز د منلو یا ردولو پرېکړه یې تهران ته پرېښې وه.

د ایران د اټومي پروګرام پر سر اختلاف لا هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیا له مهمو لاملونو څخه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې هم مهمه موضوع بلل کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ