د ایټالیا حکومت وايي، د دغه هېواد لږ تر لږه ۳۰۰ ښوونځي د چهارشنبې په ورځ د بم ایښودلو د ګواښ له امله تخلیه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایټالیا د پوهنې وزیر جوزیپه والدیتارا ویلي، لومړنۍ ارزونې ښيي چې دغه ګواښونه دروغجن دي، خو ښايي د اغېزمنو ښوونځیو شمېر نور هم زیات شي.
د راپور له مخې، ښوونځیو ته په استول شوي ګواښوونکي برېښنالیک کې د بم ایښودلو خبر ورکړل شوی و.
په روم کې یوه ښوونځي هم د پیغام له لارې د زدهکوونکو کورنیو ته خبر ورکړی، چې ټول زدهکوونکي خوندي ځای ته لېږدول شوي او د ښوونکو تر څارنې لاندې دي.
په ورته وخت کې، د شمالي ایرلنډ ګڼو ښوونځیو ته هم ګواښوونکي برېښنالیکونه استول شوي، خو د دغه هېواد ښوونیزو ادارو ویلي، پولیسو دغه ګواښونه باوري نه دي بللي او ښوونځیو ته یې د پرانیستې سپارښتنه کړې ده.
د ایټالیا د دفاع وزیر ګویډو کروزیټو ویلي، دا ډول ګواښونه د وېرې او اندېښنې خپرولو د یوې څرګندې ستراتیژۍ برخه ده؛ خو په وینا یې، د دغو پېښو تر شا تل بهرني هېوادونه یا دښمنې ډلې نه وي، بلکې ځینې کسان هم د پام رااړولو لپاره دا کارونه کوي.
دا پېښې په داسې حال کې دي، چې په وروستیو ورځو کې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې سوپرمارکېټونه، د وینې بانکونه، د هوايي تګ راتګ سیستمونه او ټلوېزیوني شبکې هم د سایبري بریدونو او ګواښونو هدف ګرځېدلي دي.
د راپور له مخې، فرانسې هم په وروستیو کې د سایبري برید په تړاو د ایران سفیر احضار کړی و، خو تهران دغه تورونه رد کړي دي.
مسکو هم د اروپا د بېثباته کولو په هڅو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.


