ټرمپ، شي او پوتین راتلونکې پنجشنبه درې‌اړخیزه غونډه کوي

0
14

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا، چین او روسیې ولسمشران به د راتلونکې اوونۍ د اسیا-پسفیک اقتصادي همکاریو (APEC) سرمشریزې په څنډه کې د چین په شنژن ښار کې سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ په وینا، ډونالډ ټرمپ، شي جین‌پینګ او ولادیمیر پوتین به د پنجشنبې په ورځ په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړي.

دا به د نړۍ د درېیو سترو اټومي قدرتونو د مشرانو لومړنۍ داسې ګډه ناسته وي.

شنونکي وايي، که څه هم د دغې غونډې ترسره کېدل تاریخي اهمیت لري، خو د مهمو سیاسي او امنیتي اختلافاتو د حل په برخه کې ترې د پام وړ پایلو تمه نه کېږي او ښايي تر ډېره سمبولیک اړخ ولري.

دا غونډه په داسې وخت کې جوړېږي چې د درېیو هېوادونو ترمنځ اړیکې له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي. ټرمپ له تېر کال راهیسې، د سوداګریز اوربند له رامنځته کېدو وروسته، له شي جین‌پینګ سره د اړیکو د ښه کولو هڅې کړې دي؛ خو د ایران پر وړاندې د امریکا جګړې او نورو نړیوالو مسایلو د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات ساتلي دي.

په ورته وخت کې، ټرمپ هڅه کړې چې له پوتین سره هم خپلې اړیکې نږدې کړي، خو روسیې د اوکراین جګړې ته دوام ورکړی او له ایران سره یې پوځي، استخباراتي او ډیپلوماټیکې همکارۍ پراخې کړې دي.

ټرمپ ویلي، غواړي له دواړو مشرانو سره د ایران د جګړې او د درېیو هېوادونو د اټومي وسلو د زېرمو په اړه خبرې وکړي، څو د وسلو د کنټرول لپاره یوه درې‌اړخیزه هوکړه رامنځته شي.

خو یوه جګپوړي امریکايي چارواکي، چې د نوم نه خپرېدو په شرط یې له خبریالانو سره خبرې کړې، ویلي چې ټرمپ به په دې غونډه کې د ایران پر جګړې بحث وکړي، خو د اوکراین موضوع به له خبرو بهر وساتي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ