په ټوله امریکا کې ټول هوايي پروازونه ځنډول شوي.
د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي چې د هوايي ترافیک د کنټرول د مخابراتي او فریکونسۍ په سیسټمونو کې پراخ اختلال رامنځته شوی او په ټول هېواد کې د الوتنو د ځنډولو پرېکړه شوې ده.
یادې امریکايي ادارې ویلي چې حالات عادي نه دي او د سپرلیو د خوندیتابه په موخه يې دا پرېکړه کړې.
تر اوسه نه ده څرګنده ده چې دا د کوم سایبري برید پایله ده او که د مخابراتي او فريکونسۍ سیستم خرابېدل بل لامل لري.


