د پاکستان د پېښور د ترهګرۍ ضد محکمې د خیبر پښتونخوا د پخواني اعلی وزیر سهیل اپرېدي او د پاکستان تحریک انصاف د فعال غړي امیر خان چمکني د نیولو حکم یو ځل بیا صادر کړی دی.
دغه کسان د ۲۰۲۳ کال د مې میاشتې د هغو اعتراضونو په تړاو تورن شوي چې پر مهال یې د پېښور راډیو پاکستان پر ودانۍ برید شوی، ورانکاري شوې او اور ورته اچول شوی و.
د راپورونو له مخې، د محکمې قاضي ولي محمد خان د تحریک انصاف د څو نورو مشرانو، تیمور سلیم جھګړه، کامران بنګش او عرفان سلیم موقتي ضمانتونه هم د نومبر تر ۱۷مې غځولي دي.
د سهیل اپرېدي وکیل علي زمان محکمې ته ویلي چې د هغه د موکل د اوسېدو ځای لا هم معلوم نه دی.
نوموړي ویلي، چې اپرېدی د اکټوبر په ۱۱مه د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر له ماڼۍ وړل شوی، خو نیول یې په رسمي اسنادو کې نه دي ثبت شوي.

محکمې وروسته له هغې د اپرېدي او چمکني د نیولو حکمونه بیا صادر کړل چې د اکټوبر په ۲۸مه صادر شوي مخکیني حکمونه عملي نه شول. د قضیې بله اورېدنه یې د نومبر ۱۷مې ته ځنډولې ده.
بلخوا، څارنوالۍ په تکمیلي چالان کې سهیل اپرېدی او د تحریک انصاف څلور نور غړي هم د تورنو کسانو په نوملړ کې شامل کړي دي.
دغه نومونه د پنجاب عدلي ساینسي ادارې او نادرا د هغو راپورونو له ارزونې وروسته ورزیات شوي چې د پېښې ویډیوګانې او انځورونه پکې څېړل شوي دي.
خو نوي تورن شوي کسان د وړاندې شویو ویډیوګانو اعتبار ردوي او وايي چې دغه ویډیوګانې له یادې پېښې سره تړاو نه لري.
اوسمهال په دې قضیه کې د ۷۵ کسانو محاکمه روانه ده، چې پکې اوسني او پخواني پارلماني غړي هم شامل دي.
قضیه د ۲۰۲۳ کال د مې په ۱۰مه د پېښور د ختیځ کنټونمنټ پولیسو په مرکز کې ثبت شوې وه.


