د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې پر پولیسو د وسلهوالو کسانو د برید له امله د مرګژوبلې وېره ښودل شوې ده.
د راپورونو له مخې، پولیس د ناقانونه کانکېندنې د مخنیوي لپاره سیمې ته استول شوي وو، چې د مشکوکو وسلهوالو کسانو له برید سره مخ شوي دي.
د پولیسو سرچینې وايي، د برید پر مهال د وسلهوالو کسانو او پولیسو ترمنځ نښته لا هم روانه وه او د لومړنیو راپورونو له مخې، له ۱۰ څخه ډېر پولیس ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاتوي، وسلهوالو کسانو د پولیسو یو موټر هم سوځولی دی.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.


