انګلستان په ښوونځیو کې د ګرځنده ټلیفونونو پر لرلو بندیز لګوي

0
51

د انګلستان حکومت په پام کې لري چې د ښوونځیو د نوي مقرراتو له مخې، زده‌کوونکي د ښوونځي د ورځې په اوږدو کې د ګرځنده ټلیفونونو له لرلو او کارولو منع کړي.

د راپورونو له مخې، دغه مقررات به د ۲۰۲۷ کال په سپټمبر میاشت کې عملي شي او له دې وروسته به زده‌کوونکي ونه شي کولای چې د ښوونځي پر مهال خپل ګرځنده ټلیفونونه له ځان سره ولري، ان د ښوونځي په بکسونو کې یې ساتل هم منع وي.

د بریتانیا د پوهنې وزیرې لوسي پاول ویلي، ښوونځي د زده‌کړو، ټولنیزو اړیکو او ملګرتیا لپاره دي، نه د ګرځنده ټلیفونونو د کارولو لپاره.

د انګلستان حکومت وايي، ګرځنده ټلیفونونه د زده‌کوونکو پام له درسي بهیر څخه اړوي او د هغوی پر ټولنیزو اړیکو او له نورو زده‌کوونکو سره پر تعامل منفي اغېز کوي.

بلخوا، د ښوونځیو د مدیرانو اتحادیو د دغو مقرراتو د عملي کولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د بندیز پلي کول به اضافي مالي سرچینو ته اړتیا ولري.

د دوی په باور، له کافي بودیجې او مالي ملاتړ پرته به د نویو مقرراتو عملي کول له ستونزو سره مخ شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ