د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د یونیسف او یونسکو د هغه ګډ راپور په غبرګون کې چې په افغانستان کې یې د زدهکړو وضعیت اندېښمنوونکی بللی، ویلي چې په راپور کې وړاندې شوې شمېرې د هېواد د ښوونیز نظام بشپړ وضعیت نه شي روښانه کولای.
یونیسف او یونسکو د نومبر په څلورمه په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د لومړنیو زدهکړو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له ښوونځي بهر دي او له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
په دغه راپور کې د ښوونې او روزنې ټیټ کیفیت، د مسلکي ښوونکو کمښت او په ښوونیز نظام کې د پانګونې نشتوالی هم د افغانستان د پوهنې پر وړاندې له مهمو ننګونو بلل شوي دي.
د پوهنې وزارت په خپل غبرګون کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې تر ۱۸ زرو ډېر دولتي او خصوصي ښوونځي، زرګونه دیني مدرسې او نور ښوونیز مرکزونه فعال دي.
دغه وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د ښوونیز وضعیت د ارزونې پر مهال باید د دوی رسمي شمېرې او معلومات په پام کې ونیول شي.


