د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر کریم خُرم ویلي، که امریکا د ایران د ځمکنۍ محاصرې پلان په عملي بڼه پلي کړي، افغانستان به هم له هغو اوو هېوادونو څخه وي چې په راتلونکو اوونیو کې به له یوې ستونزمنې پرېکړې سره مخ شي.
د خُرم په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس مهال د ایران د سمندري محاصرې ترڅنګ د ځمکنۍ محاصرې پر عملي کولو هم غور کوي او د دې طرحې لپاره یې د «اوسپنې دروازې» نوم کارولی دی.
نوموړي ویلي، ایران له اوو هېوادونو سره ځمکنۍ ګډه پوله لري چې افغانستان هم پکې شامل دی؛ له همدې امله، د امریکا د دې طرحې عملي کېدل به پر افغانستان او د ایران پر شپږو نورو ګاونډیو هېوادونو هم اغېز وکړي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د نومبر په اوومه د «اوسپنې دروازې» په نوم د یوې ځانګړې کاري ډلې د جوړولو خبر ورکړی و.
د دغې ډلې شاوخوا ۲۰ ملکي او پوځي غړي په فلوریډا کې مېشت دي او دنده یې د ایران له ځمکنيو پولو او کسپین سمندرګي څخه د وسلو، دوهګوني استعمال ټکنالوژۍ، تحریم شویو توکو او ناقانونه مالي سرچینو د لېږد مخنیوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په اتمه ویلي وو چې یادې کاري ډلې خپل فعالیت په بشپړ ډول پیل کړی او د امریکا د سمندري محاصرې ترڅنګ به ایران ته د توکو د ننوتلو او له هغه هېواده د توکو د وتلو مخه هم نیسي.


