ناتالي بیکر اسلام اباد کې د امریکا د نوې سفیرې په توګه ټاکل شوې

0
29

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اسلام‌اباد کې د امریکا د سفارت سرپرسته ناتالي بیکر پاکستان ته د نوې سفیرې په توګه نومولې ده.

سپینې ماڼۍ ویلي، د بیکر د ټاکنې وړاندیز د امریکا سنا ته استول شوی او د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټه به یې وارزوي.

د سنا تر تایید وروسته به نوموړې په رسمي توګه اسلام اباد کې د امریکا سفیره شي.

ناتالي بیکر د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې په اسلام‌اباد کې د امریکا د سفارت د سرپرستې په توګه دنده پیل کړې وه. نوموړې تر دې مخکې په دوحه، لیبیا، کویټ او دوبۍ کې هم د امریکا په دیپلوماتیکو ماموریتونو کې دندې ترسره کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ