سعودي عربستان او پاکستان د ګډ پانګونې صندوق جوړ کړ

0
21

د سعودي عربستان او پاکستان ګډې سوداګریزې شورا د خصوصي پانګونې یو صندوق جوړ کړی، چې لومړنۍ پانګه یې څو سوه میلیونه ډالره اټکل شوې او ټاکل شوې ده د پانګونې د فرصتونو په رامنځته کېدو سره به یې اندازه نوره هم زیاته شي.

د راپور له مخې، د دغه صندوق د ټولې پانګې ۷۵ سلنه به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو ولګول شي او پاتې برخه به په سعودي عربستان کې د پانګونې لپاره ځانګړې شي.

دا اقدام د اسلام‌اباد او ریاض ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او خصوصي پانګونې د پراختیا د هڅو یوه برخه ده. دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د اقتصادي همکاریو ترڅنګ خپلې دفاعي اړیکې هم پیاوړې کړي.

پاکستان په دې وروستیو کې هڅې زیاتې کړې، څو سعودي پانګه‌وال په خپل هېواد کې پانګونې ته وهڅوي.

د روان کال په اګست میاشت کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شهزاده منصور بن محمد آل سعود په مشرۍ له سعودي سوداګریز پلاوي سره په لیدنه کې ویلي وو، چې غواړي له ریاض سره اقتصادي اړیکې په یوې داسې ستراتیژیکې ملګرتیا بدلې کړي، چې دواړو هېوادونو ته ګټه ورسوي.

په دغو خبرو کې د کرنې، بندرونو، لویو لارو، هوايي ډګرونو د مدیریت، املاکو، انرژۍ، برېښنا وېش او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو بحث شوی و.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ