د امریکا د استازو جرګې غړې الهان عمر د دغه هېواد د دفاع وزیر پیټ هیګسیت په اړه سخت غبرګون ښودلې او د هغه د استیضاح غوښتنه یې کړې ده.
الهان عمر په خپل تازه پیغام کې تور لګولی چې هیګسیت د دفاع وزارت له مقام څخه ناوړه ګټه پورته کړې او د خپل مسؤلیت خلاف کړنې یې ترسره کړې دي.
نوموړې ادعا کړې چې د هیګسیت تر مشرۍ لاندې په ایران کې ناقانونه جګړه روانه ده، په کارابین کې له قضايي بهیر پرته وژنې ترسره کېږي او د دغو اقداماتو له امله د بېګناه ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ شوی دی.
عمر ټینګار کړی چې د دغو کړنو په تړاو باید هیګسیت حساب ورکړي او د استیضاح بهیر یې باید پیل شي.
د الهان عمر دغه غوښتنه په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي.


