د امریکا د کانګرس غړې یاسمین انصاري ویلي، د قطر په «السَیلیه» کمپ کې مېشتې افغان ښځې او ماشومان باید روغتیايي خدماتو، زدهکړو او خوندي ژوند ته لاسرسی ولري.
انصاري پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې نوموړې او د کانګرس غړي ډان بیکن د دواړو ګوندونو د یو شمېر نورو غړو په ملتیا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د کورني امنیت وزارت څخه د افغان متحدینو د وضعیت او د هغوی د بیا مېشتېدنې د راتلونکو پلانونو په اړه د بیړني وضاحت او حسابورکونې غوښتنه کړې ده.
نوموړې د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوېن مولن ته د یوه رسمي لیک په استولو سره، په قطر کې د افغان ښځو او ماشومانو د روغتیايي، تعلیمي او استوګنیزو شرایطو په اړه اندېښنې مطرح کړې دي.

په دغه لیک کې د کمپ مېشتو افغان ښځو لپاره د امیندوارۍ او ولادي روغتیايي خدماتو، ماشومانو ته د طبي پاملرنې، ښوونیزو فرصتونو او د خوندي استوګنې د شرایطو د برابرولو غوښتنه شوې ده.
د امریکا د کانګرس غړو همداراز د افغانانو د بیا مېشتېدنې د بهیر، د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) د غوښتنلیکونو او د هغو افغانانو د اسنادو او روغتیايي اړتیاوو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې، چې لا هم په دغه کمپ کې پاتې دي.

په لیک کې له اړوندو امریکايي ادارو غوښتل شوي، چې د افغانانو د بیا مېشتېدنې د وضعیت په اړه روښانه معلومات وړاندې کړي او د نومبر تر ۲۷مې نېټې پورې د مطرح شویو پوښتنو ځوابونه ورکړي.


