د طالبانو حکومت ملي موزیم په پام کې لري، چې د غزنویانو د واکمنۍ د دورې او د هېواد د نورو تاریخي پړاوونو اړوند ۱۲۰ تاریخي اثار په یوه ځانګړي نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.
د طالبانو حکومت د ملي موزیم رییس صبغتالله عابد ویلي، د دغه نندارتون موخه د افغانستان د تاریخي میراثونو او لرغونو اثارو معرفي کول دي؛ خو د نندارتون د پرانیستې لپاره یې تر اوسه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.
عابد زیاته کړې، چې د دې نندارتون له جوړېدو وروسته به د افغانستان د بېلابېلو قومونو د کلتور او فرهنګ د پېژندنې لپاره هم یو بل نندارتون جوړ کړي.
نوموړي په ورته وخت کې د هېواد په موزیمونو کې شته ستونزې هم منلې او ویلي یې دي، چې په ګڼو ولایتونو کې د موزیمونو لپاره ځانګړې ودانۍ نهشته او په هغو سیمو کې چې موزیمونه فعال دي، له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.


