محسن رضایي: امریکا دې له ایران سره د خبرو په اړه د جعلي خبرونو له خپرولو لاس واخلي

0
32

د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضایي ویلي، له ایران سره جګړې د امریکا حکومت له سختو ستونزو سره مخ کړی، خو واشنګټن لا هم د یوه ناهیلي «قمارباز» په څېر چلند کوي.

رضایي په خپل تازه پیغام کې له امریکا غوښتي چې د خیالي مذاکراتو په اړه د جعلي خبرونو له خپرولو لاس واخلي او د لوېدیځې اسیا د نوي نظم واقعیت ومني.

نوموړي ټینګار کړی چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکا د ایران هغو اوو شرطونو ته غاړه کېږدي چې تهران په وار وار وړاندې کړي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ