جو بایډن په خپل نوي کتاب کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع څېړي

0
66

د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن په خپل نوي کتاب کې د خپلې ولسمشرۍ د دورې او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې کوي.

د معلوماتو له مخې، د بایډن دا د «Promise Me, America» په نوم کتاب به د نومبر په ۱۷مه خپور شي او د هغه د ولسمشرۍ د مهمو کورنیو او بهرنیو پرېکړو په اړه به د نوموړي روایت وړاندې کړي.

په کتاب کې د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د امریکایي ځواکونو وتل، د اوکراین جګړه، د امریکا اقتصادي وضعیت او د بایډن د دویمې ولسمشرۍ دورې لپاره د نوماندۍ پرېښودلو پرېکړه هم شامل دي.

بایډن ویلي، د سرطان ناروغۍ له امله به د کتاب د معرفي کولو په ټولو مرکو او غونډو کې ګډون ونه شي کړای.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ