پاکستان د سیمه‌ییزې همکارۍ اقتصادي سازمان غونډه د افغانستان له ګډون پرته جوړوي

0
6

پاکستان په پام کې لري چې د سیمه‌ییزې همکارۍ اقتصادي سازمان (ECO) د بهرنیو چارو وزیرانو ۳۰مه غونډه د نومبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام‌اباد کې جوړه کړي، خو افغانستان دې غونډې ته نه دی بلل شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، چې د دغه سازمان د اوسني دود له مخې یې افغانستان غونډې ته نه دی بللی.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان له غونډې بهر پاتې شوی، ویلي چې ځینې هېوادونه د طالبانو حکومت استازو ته بلنه ورکوي او ځینې نور یې نه ورکوي او دا مهال همدا کړنلاره روانه ده.

د راپور له مخې، د غونډې لپاره د غړو هېوادونو پلاوي اسلام‌اباد ته رسېدلي او د ترکیې پلاوی هم د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د ګډون لپاره دغه ښار ته تللی دی.

ویل کېږي چې د لسو غړو هېوادونو له ډلې به څلور یا پنځه هېوادونه د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه استازي ولري او نور به د مرستیال وزیرانو په کچه ګډون وکړي.

تمه ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۲۰۲۵ کال په جولای کې په اذربایجان کې د دغه سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې ګډون کړی و؛ خو تر دې مخکې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران او ۲۰۲۳ کال کې په ازبکستان کې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډو کې د طالبانو حکومت استازي نه وو منل شوي، که څه هم د ایران او ترکیې په ګډون یې په ځینو نورو غونډو کې برخه اخیستې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا غونډه به د سیمه‌ییزې همکارۍ، خبرو اترو او اقتصادي اړیکو لپاره د دغه سازمان د رول د پیاوړتیا فرصت هم برابر کړي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې به د غړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ناسته ترسره شي، چې پکې به د سازمان فعالیتونه، پروګرامونه او د اړوندو ادارو چارې وارزول شي او د وزیرانو غونډې لپاره به اجنډا او وروستي اسناد چمتو شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ