
یونیسف او یونسکو په یوه ګډ راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښوونځي عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زدهکړو محروم دي.
د دغو بنسټونو د افغانستان د ښوونې او روزنې د وضعیت د ۲۰۲۶ کال راپور ښيي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې څه باندې ۲.۶ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې پاتې شوې دي.
راپور زیاتوي، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې نجونې او ښځې پکې له لومړنیو زدهکړو پورته له رسمي زدهکړو منع دي.
د یونیسف او یونسکو په وینا، د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه، د ښوونې او روزنې په برخه کې کمه پانګونه او د نفوس زیاتوالی د افغانستان ښوونیز بحران پراخوي.

