کابل کې د بالاحصار په لرغونې کلا کې د ۲۰۰۰ کلونو تاریخي آثار موندل شوي

0
57

د کابل په تاریخي بالاحصار کلا کې د بیارغونې او لرغون‌پېژندنې د چارو پر مهال د افغانستان د څه باندې ۲۰۰۰ کلونو تاریخ اړوند ګڼ لرغوني آثار موندل شوي دي.

اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی، چې په دغو آثارو کې لرغونې سکې، د بودایي مجسمو ټوټې، اسلامي لوښي، د عبادت‌ځایونو پاتې شوني او د مغولي دورې د یوې ماڼۍ نښې شاملې دي.

د آغا خان د کلتور بنسټ د بالاحصار د تاریخي کلا د ساتنې او بیارغونې چارې پر مخ وړي او پلان لري، چې دغه سیمه په لرغون‌پېژندنیز پارک بدله کړي.

د راپور له مخې، په دې پروژه کې د تاریخي دېوالونو بیارغونه او د افغان لرغون‌پېژندونکو د زده‌کړې او روزنې چارې هم شاملې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ