ټرمپ: له پوتین او شي جینګ پینګ سره د ایران پر جګړې خبرې کوم

0
53

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري چې راتلونکې اوونۍ د چین په شېنژن ښار کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (APEC) د سرمشریزې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

ټرمپ د فلوریډا په ایالت کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، له دواړو مشرانو سره به په احتمالي لیدنو کې د نړیوالو سیاسي او امنیتي موضوعاتو په اړه بحث وکړي.

د نوموړي په وینا، په دغو خبرو کې به د اټومي وسلو د کمولو او بې‌وسلې کولو موضوع هم شامله وي.

هغه د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر روانو هڅو هم خبرې کړې دي.

ټرمپ ویلي، د امریکا حکومت هڅه کوي چې د ایران جګړه پای ته ورسوي او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی؛ خو نوموړي د دغه پرمختګ د څرنګوالي او د احتمالي هوکړې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغو لیدنو د ترسره کېدو او د اجنډا په اړه د درېیو هېوادونو له لوري د رسمي تأیید جزئیات نه دي وړاندې شوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ