امریکا د ایران د ځمکنیو اکمالاتي لارو د بندولو لپاره نوی ځانګړی ځواک جوړ کړی

0
50

د امریکا پوځ د ایران پر وړاندې د اقتصادي او پوځي فشارونو د زیاتولو په موخه، د دغه هېواد د ځمکنیو اکمالاتي لارو د محدودولو لپاره د «اېرن ګېټ»په نوم نوی ځانګړی کاري ځواک جوړ کړی دی.

د عرب نیوز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دغه ځواک خپل فعالیت پیل کړی او موخه یې د ایران پر لور د وسلو، پوځي تجهیزاتو او نورو ممنوعه توکو د لېږد مخنیوی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام په وینا، دغه کاري ځواک شاوخوا ۲۰ ملکي او پوځي غړي لري او مرکز یې د امریکا په فلوریډا ایالت کې د ټامپا په ښار کې دی.

د یادې قوماندانۍ مشر اډمیرال براډ کوپر ویلي، نوی ځواک به د امریکا له بېلابېلو دولتي ادارو سره په همغږۍ کار وکړي، څو د ایران له ځمکنیو پولو او د کسپین سمندرګي له لارې د پرمختللو وسلو، دوه‌ګوني استعمال لرونکو ټکنالوژیو، تر بندیزونو لاندې موادو او ناقانونه مالي سرچینو د لېږد مخه ونیسي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، دغه اقدام د ایران د پوځي وړتیاوو د بیا رغونې، د وسلو د فابریکو د فعالولو او د پوځي اکمالاتو د برابرولو د محدودولو لپاره ترسره کېږي.

بل لور ته، د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د امریکا دغه اقدام ناکام بللی او ویلي یې دي چې واشنګټن به ونه شي کولای د ځمکنیو لارو په تړلو سره ایران له خپلو ګاونډیو هېوادونو جلا کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا به د اقتصادي محاصرې له لارې د ایران اقتصاد له منځه وړلو ته ونه رسېږي.

دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې امریکا له څو میاشتو راهیسې د ایران پر بندرونو سمندري محاصره هم پلې کړې ده.

د امریکا مرکزي قومانداني ادعا کوي چې دغې محاصرې د ایران د څه باندې ۲۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د خامو تېلو د صادراتو مخه نیولې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ