د چین نوې ټکنالوژۍ په بېړیو کې د تېلو د پام وړ سپما ممکنه کړې

0
86

چین داسې نوې هوښیاره ټکنالوژي جوړه کړې چې د بېړیو د حرکت پر مهال د اوبو مقاومت کموي او په دې توګه د تېلو او انرژۍ مصرف راټیټوي.

دغه ټکنالوژي چې د «بلبلونو د غوړولو دویم نسل سیستم» (Bubble Lubrication System) نومېږي، د چین د دولتي بېړیو جوړولو شرکت (CSSC) یوې فرعي کمپنۍ طرحه کړې ده.

د دغه سیستم د فعالیت طریقه دا ده چې د بېړۍ د تل لاندې د فشار لرونکې هوا کوچني بلبلونه تزریقوي او په دې سره د بېړۍ او اوبو ترمنځ د هوا نرۍ طبقه جوړېږي، چې د اوبو اصطکاک او د حرکت مقاومت کموي.

د راپورونو له مخې، د دغه سیستم پنځه میاشتنیو ازمایښتونو شاوخوا پنځه سلنه خالصه انرژي سپما ښودلې ده.

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د راپور له مخې، که دغه سیستم پر یوې ۵۰ زره ټنه باروړونکې بېړۍ ولګول شي چې هره ورځ شاوخوا ۲۰ ټنه تېل مصرفوي، نو په ورځني ډول به نږدې یو ټن تېل سپما کړي.

د دې ټکنالوژۍ جوړونکو ویلي، سیستم د بېلابېلو ډولونو بېړیو لپاره طرحه شوی او له هغو بېړیو سره هم کار کولای شي چې په مایع طبیعي ګاز، برېښنا، مېتانول او امونیا چلېږي.

د دغه نوښت موخه د بېړیو د انرژۍ مصرف او عملیاتي لګښتونه کمول او د سمندري ترانسپورټ موثریت لوړول دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ