عراقچي: امریکا دې د جګړې او سولې ترمنځ خپله لاره وټاکي

0
56

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، اوس د سپینې ماڼۍ وار دی چې د جګړې یا سولې په اړه خپله پرېکړه وکړي.

عراقچي د امریکا د ټاکنو پایلو ته په اشارې ویلي، امریکایي رایه‌ورکوونکو خپله پرېکړه کړې او اوس د سپینې ماڼۍ وخت دی چې خپله پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، ایران لا هم د دوو ورځو وړاندیز ته ژمن دی او که امریکا د ایران غوښتنې ومني، چې په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول هم پکې شامل دي، نو پایلې به وویني.

عراقچي خبرداری ورکړی، که امریکا د جګړې لاره غوره کړي، د ایران چمتو او د جګړې په ډګر کې تجربه‌لرونکي ځواکونه به پرې سخت بریدونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ لخوا پر ایران د احتمالي بریدونو ترسره کېدو د نړیوالو اندېښنې راپارولې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ