په راولپنډۍ کې د ۹۲ نیوز خبریاله ربیعه احسن په ډزو وژل شوې

0
56

د پاکستان د ۹۲ نیوز ټلوېزیون خبریاله ربیعه احسن د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې په ډزو وژل شوې او پولیسو یې مېړه د پېښې په تړاو نیولی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د ربیعه احسن مړی د هغې په خپل کور کې په داسې حال کې موندل شوی چې د مرمۍ ټپ یې درلود.

پولیس وايي، د لومړنیو څېړنو پر مهال د هغې مېړه احسن طاهر خان ادعا کړې چې د ده له ټوپک څخه په ناڅاپي ډول ډز شوی دی.

د پېښې په تړاو پولیسو نوموړی نیولی او د پنجاب د عدلي طب ادارې کارپوهان د پېښې له ځایه د شواهدو په راټولولو بوخت دي.

پولیسو زیاته کړې چې د خبریالې د وژل کېدو د څرنګوالي او د پېښې د اصلي لامل معلومولو لپاره یې څېړنې پیل کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ