د ژمي په رارسېدو سره په کابل کې د لیلامي توکو بازارونه تاوده شوي

0
47

د ژمي په رارسېدو سره په کابل کې د دویم لاس لیلامي توکو د پلور بازارونه تاوده شوي او خلک هڅه کوي چې په ارزانه بیه هغه بهرنۍ جامې، بوټان او نور توکي واخلي چې لوړ کیفیت ولري.
په کابل کې دوه ډوله لیلامي توکي موندل کېږی یو ډول هغه توکي دي چې خلک يې له مجبوریته د لیلام په بازارونو کې پلوري او اخیستونکي يې اخلي یا یو شمېر کورنۍ خپل کور ته نوی سامان اخلي او زوړ پلوري.

دویم ډول د مشهورو بهرنيو برانډونو هغه دويم لاس اغوستن توکي دی چې سوداګر يې له بهرنيو هېوادونو واردوي.
اوس چې په کابل کې ژمی پېل شوی او د خلکو اقتصاد هم کمزوری دی نو د دغه دویم ډول اغوستن توکیو بازار تود دی.
او خلک په ارزانه بیه ښه اغوستن توکي اخلي. ځکه چې کورنۍ د کمزوري اقتصاد له کبله نه شي کولای خپلو ټولو غړو ته نوې جامې او بوټان واخلي. بله دا چې نوي توکي هم ګران دي او هم يې کیفیت ښه نه دی.


په کابل ښار کې ځای په ځای په کراچیو لیلامي توکي پلورل کېږي خو لوی بازارونه يې په قوای مرکز، سینمای پامير، باغ قاضي، لیسه مریم او کمپنۍ سیمو کې دي چې نن سبا په کې د اخیستونکو ګڼه ګوڼه ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ