ټیسلا د سایبرټرک برېښنایي موټر تولید بندوي

0
69

د ټیسلا شرکت مشر، ایلن مسک، اعلان کړی چې دغه شرکت پلان لري د ۲۰۲۷ کال له نیمايي وروسته په ټکساس ایالت کې د خپل برېښنايي پیک‌اپ موټر «سایبرټرک» تولید ودروي.

د راپورونو له مخې، د دغه پرېکړې اصلي لامل د سایبرټرک کمزوری بازار او د پلور کموالی دی؛ هغه موټر چې ټیسلا یې د وړاندې کولو پر مهال د پراخې سوداګریزې بریا تمه لرله.

مسک ویلي، د سایبرټرک د تولید له درولو سره به دغه شرکت وکولای شي خپلې سرچینې د «سایبرکېب» په نوم د خپلواکو روباټي ټکسیو پر پراختیا متمرکزې کړي.

د شمېرو له مخې، ټیسلا په ۲۰۲۵ کال کې یوازې ۲۰ زره او ۲۳۷ سایبرټرک موټرونه پلورلي، چې د تېر کال په پرتله ۴۸ سلنه کموالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه شرکت د موټر د لومړنۍ نندارې پر مهال په کال کې د ۲۵۰ زره موټرونو د پلورلو هدف ټاکلی و، خو د بازار کمې غوښتنې یې دغه هدف ته رسېدل له ستونزو سره مخ کړي دي.

ایلن مسک پخوا سایبرټرک د ټیسلا په تاریخ کې تر ټولو غوره موټر بللی و، خو اوس داسې ښکاري چې دغه شرکت د برېښنايي موټرونو پر ځای د روباټونو او خپلواکو موټرونو پر راتلونکي ډېر تمرکز کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ