د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست اعلان کړی چې د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې، درې ډوله کسان د پاسپورټ ترلاسه کولو شرایط نه پوره کوي.
د دغه ریاست ویاند قاري عمري لوګري ویلي، هغه کسان چې په جزایي، مدني او سوداګریزو قضیو کې د محکمې د حکم له مخې محکوم شوي وي، د پاسپورټ ترلاسه کولو حق نه لري.
د نوموړي په وینا، له ۱۸ کلونو کمعمره ماشومان هم هغه مهال د پاسپورټ د ترلاسه کولو وړ نه دي چې د غوښتنلیک پر مهال ورسره مور او پلار یا قانوني استازی نه وي.
همدارنګه، هغه کسان چې د «بیف» سیسټم او بایومټریک معلوماتو له لارې د ممنوعالخروج په توګه ثبت شوي وي، هم پاسپورټ نه شي ترلاسه کولای.
د پاسپورټ عمومي ریاست ټینګار کړی چې د پاسپورټونو وېش د نافذه قوانینو او ټاکل شویو شرایطو له مخې ترسره کېږي.


