د طالبانو حکومت د هغو راپورونو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې، چې ګواکې امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال، چې په پاکستان کې د قانوني اقامت اسناد نه لري، دغه هېواد ته ولېږدوي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل له لوري په خپاره شوي پیغام کې له امریکا غوښتل شوي چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه له مسؤولانه چلند څخه کار واخلي او هر ډول پرېکړه د روښانه تفاهم، همغږۍ او د اړوندو کسانو د حقونو په پام کې نیولو سره ترسره کړي.
د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې درېیم هېوادونه باید د نورو هېوادونو د اتباعو د برخلیک په اړه د خپلو سیاسي یا لنډمهاله امتیازاتو لپاره معامله ونه کړي او د افغان کډوالو انساني کرامت او حقونه زیانمن نه کړي.
دغه حکومت همداراز ویلي، د خپلو اتباعو باعزته، خوندي او داوطلبانه راستنېدو ته ژمن دی او په دې برخه کې له هر ډول رغنده همکارۍ سره چمتو دی.


