د امریکا د استازو جرګې د کنټرول لپاره د ډیموکراتانو د بریا احتمال ۸۴ سلنې ته لوړ شوی

0
19

د DDHQ د تازه اټکل له مخې، د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د استازو جرګې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د ډیموکرات ګوند د بریا احتمال ۸۴ سلنې ته رسېدلی، چې د ټاکنیز کمپاین په روان پړاو کې تر ټولو لوړه کچه ده.

د دغه اټکل له مخې، تمه کېږي چې ډیموکرات ګوند به د استازو جرګې ۲۴۱ څوکۍ ترلاسه کړي؛ په داسې حال کې چې د اکثریت ترلاسه کولو لپاره ۲۱۸ څوکیو ته اړتیا ده.

د یادونې ده چې د امریکا د استازو جرګه ۴۳۵ څوکۍ لري او د منځمهاله ټاکنو پایلې به د راتلونکو دوو کلونو لپاره په کانګرس کې د واک توازن ټاکي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ