د طلاق کچه؛ په پرتګال کې ۹۴ سلنه او په هند کې یوازې یو سلنه ده

0
24

د احصایوي مالوماتو له مخې، پرتګال د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د طلاق او ودونو د شمېر ترمنځ یې نسبت تر ټولو لوړ دی؛ دغه کچه ۹۴ سلنې ته رسېږي.

د راپور پر بنسټ، ورپسې لوګزامبورګ د ۷۹ سلنې، روسیه د ۷۳ سلنې او اوکراین د ۷۰ سلنې په کچه راغلي دي.

په دغه نوملړ کې د طلاق تر ټولو ټیټه کچه په هند کې ثبت شوې، چې یوازې یو سلنه ښودل شوې ده.

ویتنام د ۷ سلنې او تاجکستان د ۱۰ سلنې په کچه ورپسې دي.

د یادونې وړ ده چې دغه سلنې په یوه ټاکلي کال کې د طلاقونو شمېر د هماغه کال د ودونو له شمېر سره پرتله کوي.

راپور زیاتوي، د هېوادونو معلومات د بېلابېلو کلونو د وروستیو موجودو شمېرو پر بنسټ راټول شوي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ