افغانستان د هانګ کانګ د شپږ اوریزو کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې اسټرالیا ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دې ټورنمنټ اتلولي په خپل نوم کړه.
په پایلوبه کې اسټرالیا لومړی توپوهنه وکړه او د شپږو اورونو په لوبولو سره یې افغانستان ته د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې د هدف د پوره کولو لپاره له پیل څخه چټکه او اغېزناکه توپوهنه وکړه او ټاکل شوی هدف یې یوازې په ۵.۱ اورونو کې د دوو وېکټو په زیان بشپړ کړ.
د افغانستان لپاره عمران د ۵۳ منډو په جوړولو تر ټولو ښه وځلېد، په داسې حال کې چې فرمان الله صافي ۲۶ منډې وکړې او د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
افغانستان د پایلوبې تر مخه هم سویلي افریقا، عمان او سکاټلنډ ته ماتې ورکړې وې او په بریاوو سره یې د اتلولۍ تر پړاو پورې خپل مزل بشپړ کړی و.
د هانګ کانګ په کوربهتوب په ترسره شویو دغو شپږ اوریزو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۱۲ لوبډلو برخه اخیستې وه.
افغانستان په دې بریا سره د هانګ کانګ د شپږیزو سیالیو لومړنۍ اتلولي خپله کړه او د اتلولۍ جام یې پورته کړ.


